د بي بي سي نړيوالې خپرونې او پښتو څانگه
د بي بي سي نړيوالې خپرونې د ريښتونې نړيوالې خپرندويې رسنۍ په توگه په ټوله نړۍ کې تر ١٥٠ ميليونو ډير اوريدونکي لري . هره مياشت تر ٧٥ ميليونو ډير وگړي زموږ اينټرنېټ پاڼې گوري .
په نړيوالو اوريدونکو کې د بي بي سي د گرانښت يو دليل د دې راديو له لورې د مسايلو هر اړخيز ه څېړنه او ناپېيلې کتنه ده . په همدې دليل موږ گڼ نړيوال انعامونه گټلي دي .
بي بي سي په ٣٢ ژبو خپرونې لري چې ټولې د اينټرنېټ له لارې هم خپريږي .
د بي بي سي خپرونې په ټوله نړۍ کې د لنډو څپو ، منځنۍ څپو او په ځينو هيوادونو کې د ايف ايم په څپو اوريدلى شئ . دغه راز د سپوږمکۍ او ديجيتل په مټ هم زموږ خپرونې موندلى شئ او يا يې هم د اېنټرنېټ له لارې اوريداى شئ .
د بي بي سي په وېبپاڼو کې تاسو د خپرونو څپې او د خپرونو مهال وېش هم موندلى شئ .
له موږ سره د اړيکو د ټينگولو يوه بله لار د ليک ليکنې ده ، پته مو ده :
BBC Pashto, World Service
New Broadcasting House
Zone A, 5th Floor
Great Portland Place, W1A 1AA
London, United Kingdom
د بي بي سي پښتو څانگه
د بي بي سي پښتو څانگې د ١٩٨٢ کال د اگست له مياشتې په خپرونو پيل کړى دى . له هغه پيل څخه پښتو څانگې په افغانستان ، پاکستان او خليج کې گڼ شمير اوريدونکي وموندل .
په پيل کې پښتو څانگې تر ډيره خبرونو او د سياسي چارو شنننې ته پام کاوۀ . وروسته وروسته يې اوونيز پروگرامونه هم پيل کړل چې د ځوانانو ، ميرمنو ، لوبو ، ساينس ، ادبياتو او موسيقي لپاره بېل شوي و .
له بي بي سي پښتو څانگې سره په ٢٠٠٣ کال کې دري خپرونه هم گډه شوه او بي بي سي د افغانستان لپاره خپرونې يې پيل کړې .
د بي بي سي پښتو څانگې وېبپاڼه
د بي بي سي پښتو وېبپاڼه له ١٩٩٦ کال څخه په محدوده کچه پيل شوه چې يوازې به يې په غږ کې زموږ ځينې خپرونې ليدونکو ته وړاندې کولې .
په ٢٠٠١ کال کې بي بي سي پښتو وېبپاڼه په نړۍ کې لومړنۍ پښتو وېبپاڼه شوه چې په متن کې يې د خبرونو لنډيز ورکاوۀ .
په ٢٠٠٤ کال کې د بي بي سي وېبپاڼه لا وغوړيده چې پکې زموږ ځينې اوونيز پروگرامونه ، د موسيقي دوه جلا خپرونې او د خبرونو لا مفصله بڼه پکې کاروونکي لوستى شي .
د ٢٠١٠ کال د مارچ له مياشتې راهيسته د بي بي سي پښتو ويبپاڼه لا پراخه شوه چې پکې له کور پاڼې سره جوخت د افغانستان ، نړۍ او لوبو لپاره ځانگړې برخې زياتې شوې .