ولې تاسې پر بي بي سي خبرونو باور کولی شئ؟

بي بي سي په بریتانیا او نړۍ کې د مخاطبینو له خوا د یوې باوري خبرې سرچینې په توګه پیژندل کېږي. زموږ وېبپاڼه لکه د ټلوېزیوني او راډیويي خپرونو په څېر د کره، بې پرې، عادلانه او په خپلواکه توګه د مطالبو چمتو کولو او وړاندې کولو هڅه کوي.

زموږ تحریري/ خپرندویه ارزښتونو کې ویل شوي: "هغه باور چې زموږ مخاطبان یې زموږ پر منځپانګه لري زموږ د ټولو کړنو بنسټ جوړوي. موږ خپلواک، بې پرې او رښتیني یو. موږ ژمن یو چې د کره والي او بې پرې والي تر ټولو لوړ معیارونه عملي کړو او هڅه کوو د خپلو مخاطبانو له ناسم پوهولو که قصداً او یا د مادیاتو لپاره وي، ډډه وکړو.

"بې پرېوالي ته زموږ ژمنتیا د باور د دې اړیکې زړه دی. زموږ په ټولو مطالبو کې به له هرې موضوع سره په بې پرې توګه چلن کوو چې په ټوله کې زموږ د نظریاتو ښکارندویي کوي. موږ به ټول اړونده واقعیتونه په عادلانه او د پراخ نظرۍ پر بنسټ په پام کې نیسو."

څېړنې ښيي چې د نورو خپرندویه بنسټونو، ورځپاڼو او وېبپاڼو پر تله بریتانیا کې بي بي سي ته د خبرو د یوې تر ټولو باوري او بې پرې سرچینې په سترګه کتل ک‍ېږي.

خو بیا هم موږ پوهېږو چې پر انټرنېټ د باور وړ رسنۍ مشخص کول یوه مغشوشوونکې مساله ده. موږ دغه راز پوهېږو چې مخاطبان غواړي پوه شي بي بي سي څرنګه مطالب چمتو کوي.

د همدې دلیلونو له مخې، بي بي سي د هغو معلوماتو څرنګوالي د شرح کولو لپاره ډېر زیار باسي چې تاسې یې زموږ پر وېبپاڼه لولې او یایې ګورئ. دا چې معلومات له کومه راغلي او په څه ډول یې پر بنسټ دا مطلب چمتو شو ی دی، په دې سره موږ کولی شي له تاسې سره مرسته وکړو چې ولې پر بي بي سي باوري شئ.

موږ دغه راز د باور وړ ژرونالېزم لپاره دا شاخصونه داسې جوړوو چې "ماشین یې لوستلی شي"، د دې معنی دا ده چې په انټرنېټ کې د پلټنې پرمهال او په خواله رسنیو کې وموندل شي. دا دغه راز له مخاطبانو سره مرسته کوي چې په ښه توګه د معلوماتو د باور وړ سرچینې په ګوته کړي.

په دې شاخصونو کې دا لاندې برخې شاملې دي:

غوره تمرین

بي بي سي له پخوا خپله ځانګړې خپرندویه کړنلاره لري چې زموږ د رسنۍ پر ټوله منځپانګه پلي کېږي او ټول هغه معیارونه ټاکي چې تمه ده زموږ خبریالان یې ولري.

د دې لپاره چې په اسانۍ وکولی شئ وګورئ د بي بي سي لارښوونې څه ډول په خبر خونه کارول کېږي، موږ په دې پاڼه کې د ټولو اړونده برخو نوملړ چمتو کړی.

د ماموریت بیان: د بي بي سي ماموریت دا دی چې د عام مصلحت لپاره کار وکړي. د بې پرې، د لوړ او ځانګړي کیفیت لرونکي مطالب او چوپړونه خلکو ته د معلوماتو ورکولو، زدکړې او تفریح په موخه وړاندې کړي. د بي بي سي د منشور په اړه بشپړ معلومات. د بي بي سي میثاق.

مالکیت، تمویل او بسپنه: موږ له هغو ټولو بهرنیو ګټو او ترتیباتو خپلواک یو چې ښايي زموږ خپرندویه رښتینولي کمزورې کړي. زموږ مخاطبان باید باوري وي چې د نورو ګټو، سیاسي او یا سوداګریزو فشارونو او یا هر ډول شخصي ګټو زموږ پر پرېکړو اغېز نه دی کړی. په بریتانیا او په نړیواله کچه د بي بي سي د تمویل په اړه نور معلومات د بي بي سي له منشوره تر لاسه کولی شئ. د بي بي سي د بې پرېوالي په اړه د بي بي سي میثاق.

د تاسیس کال: بي بي سي د ۱۹۲۲ کال کې د اکتوبر میاشتې پر ۱۸ رامنځته شوې. د بي بي سي د تاریخ په اړه نور دلته ولولئ. د بي بي سي تاریخ.

د مسلکي اخلاقو کړنلاره: د بي بي سي ایډیټوریال لارښود د بي بي سي خپرندویه کړنلارې هغه خپرنیز ارزښتونه او کړنې ټاکي چې تمه ده زموږ ټول مطالب له هغو سره سم چمتو شي.

نور لېنکونه:

د تنوع کړنلاره: د بي بي سي په منشور کې د تنوع په برخه د بي بي سي میثاق کې د بي بي سي نیوز د ژمنتیا په اړه نور مالومات تر لاسه کړئ.

په ګومارنو کې د تنوع رپوټ: په دې اړه چې بي بي سي څه ډول په تنوع کې پراخوالی راولي، نور مالومات د بي بي سي د مساواتو معلوماتي رپوټ څخه تر لاسه کړئ.

سمونې: بي بي سي ژمنه ده چې اړين کره والی په پام کې ونیسي. د کړنلارو اړونده سمونې زموږ د خپرنیزو لارښودونو په لاندې برخو کې موندلی شئ.

زموږ مطالب باید د سمو سرچینو او کره شواهد پر بنسټ چمتو او په بشپړه توګه کتل شوي وي او په واضحه او کره ژبه وړاندې شي. موږ باید رښتیني او د هغه څه په اړه پراخ نظر ولرو چې موږ پرې نه پوهېږو او له بې بنسټه اوازو باید ډډه وشي. ادعاوې، تورونه، مادي فکټونه او نورو محتویات چې اثبات یې ممکن نه وي په عادي توګه باید نسبت ورکړل شي.

موږ تېروتنې په ورین تندي منو او له دې تېروتنو د زدکړې کلتور هڅوو. که یو مطلب له خپرولو وروسته د نه کره والي له امله د سمون لپاره ایډیټ شوي وي نو د مطلب په وروستۍ برخه کې به یادښت وي چې لوستونکي ته ښيي په دې نېټه یو سمون راغلی او یوه اصلاح رامنځته شوې ده. که په کوم مطلب کې وړه تېروتنه وي داسې چې په مفهوم editorial meaning کې بدلون نه راولي ( لکه د نوم لیکل) نو سمونه به له یادښت پرته کېږي.

له دې پرته چې یو مطلب د یوه محدود وخت لپاره خپور شوی وي، فرضیه دا ده چې پر انټرنېټ نور خپاره شوي مطالب د دایمي خو د لاسرسي وړ ارشیف برخه ګرځي او په عادي به نه لرې کېږي. خو په په استثنايي شرایطو کې لرې کېدای شي لکه دا چې قانوني دلایل، د شخصي خوندیتابه خطر او یا له خپرنیز معیاره سرغړونه په کې وي او د سمون امکان یې نه وي.

نور لېنکونه:

تایید/ د فکټونو ارزولو معیارونه: د بي بي سي د کره والي او تایید کړنلاره د کره والي د کره والي اړوند خپرنیز لارښود کې راغلې ده.

بې نومه سرچینې: د نوم له ښوولو پرته سرچینو په اړه د بي بي سي کړنلاره او لارښود د بي بي سي په خپرنیز لارښود کې په تفصیل راغلی دی.

نور لېنکونه:

د عمل وړ فیډ بک: د شکایتونو په اړه د بي بي سي پروسیجر د بي بي سي د شکایتونو په برخه کې راغلی دی.

مشرتابه: د خبري برخې له اجرایوي مشرتابه سره کتنه. د بي بي سي خبري بورډ

د خبریال تجربه:

د بي بي سي نیوز مطالب هغه رپوټونه دي چې خبریالان یې د پېښې له سیمې چمتو کوي او د هغوی نوم ورسره لیکل شوی وي. لکه ډېر کله د هغو خبریالانو له مطالبو سره د هغوی نوم لیکل کېږي چې دوی په هغه برخه کې تخصص ولري.

عمومي خبري رپوټونو کې چې له بېلابېلو سرچینو د تر لاسه شویو معلوماتو پر بنسټ جوړ شوي وي لکه خبري اژانسونه، د بي بي سي خبري څانګه، د بي بي سي خپرونې او یا دا چې څو کسانو یې په چمتو کولو کې برخه اخیستې وي، نو بیا هم د چمتو کوونکو نوم نه لیکل کېږي.

د ډېرو خبریالانو او ایډیټرانو مطالبو ته د دوی شخصي وېبلاګونو سره تړاو ورکړل شوی وي، له هغه ځایه د دوی بیوګرافي، تجربه او د خواله رسنیو اکاونټونو په اړه معلومات تر لاسه کېدای شي.

د مطالبو نوعیت:

بي بي سي د خبري او شخصي نظر اړوند مطالبو ترمنځ توپير ته قایله ده. موږ مطالب د پلټنې وړ په شپږو برخو وېشلي دي:

  • خبرونه: د فکټونو پر بنسټ ولاړ رسنیز مطالب، چې یا یې په خپله د خبریال له خوا تایید شوي او یا رپوټ شوي او د منلو وړ سرچینو له خوا تایید شوي دي.
  • شننه: په لومړي سر کې د یوه لیکوال پر تخصصي پوهې ولاړه ده، هغه که د بي بي سي ژورنالېست وي او یا له بي بي سي بهر بل څوک وي چې د یوې پېچلې روانې مسلې یا وضعیت په پوهولو کې له تاسره مرسته کوي.
  • له مخاطبانو پوښتنه: د دې برخې منځ پانګه له مخاطبینو د مخامخ پوښتنو په ځوابولو کې تر لاسه کېږي.
  • وضاحت ورکوونکی: د دې برخې محتوی د خبرونو تر شا د لاملونو او یا د وضعیت واقعي او روښانه بیانول دي.
  • نظر: بي بي سي نیوز په خپله بې پرې ده او نظر نه ورکوي، خو موږ کله له بي بي سي د باندې د نورو متخصصینو نظرونه خپروو، د لیکوال له خوا د فکټونو او معلوماتو د تفسیر پر بنسټ نظرونه او پایلې وړاندې کوو.
  • بیا کتنه: د دې برخې منځپانګه د نیوکې پربنسټ د یوې پېښې، هنري کار او داسې نورو ارزونه ده چې د لومړي لاس نظر له ځان سره لري.

حوالې او مراجع:

د موضوع څرنګوالي ته په کتو، زموږ د مطالبو سرچینو ته باید ښه پام شوی وي، د کره شواهدو پر بنسټ باید وي، په دقت ازمایل شوی وي او په واضحه او دقیقه ژبه وړاندې شي. موږ ټوله هڅه کوو چې رښتيني به اوسو او د هغه څه په اړه چې پرې نه پوهېږو پراخ نظر ولرو او له بې بنسټه ګومانونو ډډه کوو.

کله چې بي بي سي نیوز د یوې موضوع په خبري پوښښ کې پر یوې سرچینې تکیه کوي، هڅه کوو د امکان په صورت کې د دغې سرچینې یادونه وکړو. موږ معمولاً مطالبو ته له رسمي رپوټونو او احصائیو سره تړاو ورکوو چې تاسې وکولی شئ د ورکولو شویو مالوماتو په اړه یې قضاوت وکړئ.

که مناسبه وي موږ د درېیم اړوند لوري د وېبپاڼو لېنکونه هم خپروو چې نور معلومات، سرچینې او یا معلوماتي تبصرې وړاندې کوي.

د کار کولو مېتود:

د څېړنو مطالبو لکه پېچلو څېړنیزو او یا د شمېرو پر بنسټ معلوماتي رپوټونو په برخه کې هڅه کوو د معلوماتو، د هر ډول وړاندوینې، فرضیې او یا د نورو کارول شویو مېتودونو په ډاګه کولو سره تاسې پوه کړو چې موږ څه ډول دا راپور چمتو کړی دی. د بېلګې په توګه د څېړنې پلان، د اخیستل شوې نمونې اندازه، د تېروتنې حدود (د احصائیې اخیستلو ځانګړې اصطلاح چې کموالی یې د پایلې دقت په ګوته کوي)، معلومات څه ډول راټول شوي دي. جغرافیوي تړاو او وخت.