ټیوډور روزولټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
ټیوډور روزولټ
ټیوډور روزولټ
ټیوډور روزولټ

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت
مړینه
د مړینې لامل د سږو امبولي   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای نيويارک

واشنګټن ډي سي   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 179 سانتي متره   د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه امریکايي انګرېزي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)
د کړنې څانګه د متحده ایالاتو سیاسي نظام   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
مقام ډګروال   د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې د هسپانیې ــ امریکې جګړه [۳]  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ټیوډور روزولټ
ټیوډور روزولټ

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ټیوډور روزولټ (۱۸۵۸ز د اکټوبر ۲۷مه - ۱۹۱۹ز کال د جنوري ۶مه) چې ډېری وختونه د ټیډي یا د هغه د نوم د لومړیو تورو (TR) په نوم هم پېژندل کېږي، یو امریکایي سیاستوال، محافظه کار، طبیعت پوه، تاریخپوه او لیکوال و، چې له ۱۹۰۱ز کال نه تر ۱۹۰۹ز کال پورې یې د متحده ایالاتو د ۲۶م ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې. هغه له ولسمشرۍ دمخه د ۱۹۰۱ز کال له مارچ نه تر سپټمبر پورې د ویلیم مک کینلي په مشرۍ د ۲۵م ولسمشر د مرستیال او له ۱۸۹۹ز کال نه تر ۱۹۰۰ز کال پورې د نیویارک د ۳۳م والي په توګه هم دندې تر سره کړې دي. نوموړي د جمهوري غوښتونکي ګوند د مشر په توګه د مک کینلي له وژنې وروسته ولسمشر وټاکل شو او د انحصار ضد او پراختیایي تګلارو لپاره یو محرک ځواک وبلل شو.

روزولټ یو ناروغه ماشوم و او له ساه بندۍ ناروغۍ نه کړېده، خو وروسته یې په ژوند کې د یو لړ ستونزمنو کړنلارو په منلو سره  تر یوه بریده خپلې روغتیایې ستونزې حل کړې وې. هغه په ​​خپل کور کې زده کړي کړې وي او هغه کتاب، چې د ۱۸۱۲ز کال سمندري جګړې په نوم یادېده او په ۱۸۸۲ز کال کې خپور شو، چې نوموړی ته د یوه پوه تاریخ لیکونکي او نامتو لیکوال شهرت ور په برخه کړ. سیاست ته له ننوتلو سره، هغه د نیویارک ایالت په مقننه قوه کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند د اصلاح غوښتونکي ډلې مشر وټاکل شو. د روزولټ ښځه او مور دواړه په یوه شپه مړه شول، چې له امله یې هغه ​​رواني ګوزار ولید، خو وروسته په ​​ډاکوټاس کې د غواګانو د فارم په اخیستلو او چلولو سره بېرته روغ شو. هغه د ولسمشر ویلیم مک کینلي په مشرۍ د سمندري ځواکونو د معاون سکرتر په توګه هم دنده ترسره کړه او په ۱۸۹۸ز کال کې یې د هسپانیا په وړاندې د خورا بریالۍ سمندري جګړې په پلانولو کې مرسته وکړه، خو وروسته د (Rough Riders) د جوړولو او رهبري کولو په پار له خپلې دندې نه استعفا وکړه، (Rough Riders) هغه واحد و، چې په کیوبا کې یې له هسپانوي پوځ سره تبلیغاتي جګړه کوله. روزولټ د جګړې د اتل په توګه له بېرته راستنېدو سره سم په ۱۸۹۸ز کال کې د نیویارک والي وټاکل شو. د نیویارک ایالت د ګوند مشرتابه د هغه حریصه اجنډا نه خوښوله او مک کینلي یې قانع کړ، چې روزولټ د ۱۹۰۰ز کال په ټاکنو کې خپل مرستیال وټاکي، په دې ډول روزولټ په کلکه د ټاکنو لپاره کمپاین پیل کړ او د مک کینلي او روزولټ ټکټ د سولې او سوکالۍ د پلټ فارم پر بنسټ ستره بریا ترلاسه کړه.

روزولټ د ۱۹۰۱ز کال په سپټمبر کې د مک کینلي له وژل کېدو وروسته په ۴۲ کلنۍ کې د ولسمشرۍ دنده په غاړه واخیسته او په دې توګه د متحده ایالاتو په تاریخ کې ترټولو ځوان ولسمشر شو. روزولټ د پراختیایي غورځنګ مشر او د مربعي معاملو «Square Deal » کورنیو تګلارو، لکه:  د اتباعو منځني قشر ښه والی، د انحصار ضد قوانین، د ریل پټلۍ تنظیم، خالص خواړه او درملو اتل و. هغه ملي پارکونه او ځنګلونه، چې موخه یې د هېواد طبیعي زېرمو ساتل و، جوړ کړه. په بهرنۍ تګلاره کې، هغه په ​​منځنۍ امریکا تمرکز وکړ او د پاناما کانال د جوړولو چارې یې پیل کړې.

هغه خپل سمندري ځواک پراخ کړ او د دغه سمندري ځواک د ښودلو لپاره یې یوه لویه سپینه بېړۍ په نړیوال سفر واستوله. د روسیې او جاپان د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې د هغه بریالۍ هڅې د دی لامل شوې، چې په ۱۹۰۶ز کال کې د نوبل سولې جایزه ترلاسه کړي. روزولټ په ۱۹۰۴ز کال کې د یوې بشپړې مودې لپاره وټاکل شو او پرمختیایي تګلارو ته یې دوام ورکړ. هغه د ۱۹۰۸ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریالیتوب لپاره خپل غوره ملګری ویلیم هاورډ ټافت غوره کړ. هغه  د ۱۹۱۲ز کال  په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخیسته او د ډیموکراټ نوماند ووډرو ویلسون ته یې اجازه ورکړه چې ټاکنې وګټي. له ماتې وروسته روزولټ  امازون حوزې ته په یو دوه کلن سفر ولاړ، چې هلته د استوایی ناروغۍ له امله مړ شو. د لومړۍ نړیوالې جګړې په لړ کې یې په ​​ویلسون نیوکې کولې، چې  هېواد یې د جګړې نه لرې ساتلی و. هغه په ​​​​۱۹۲۰ز کال کې بیا د ولسمشرۍ د نوماندۍ په اړه فکر وکړ، خو د هغه روغتیايي حالت خراب شو او په ۱۹۱۹ز کال کې مړ شو. هغه په عمومي توګه د تاریخپوهانو او سیاسي شنونکو په نظرپوښتنو کې د پنځو غوره ولسمشرانو په منځ کې ډلبندي کېږي.

د ټیوډور روزولټ ولسمشرۍ (۱۹۰۱ز کال - ۱۹۰۹ز کال)[سمول]

د ۱۹۰۱ز کال د سپټمبر په ۶مه، ولسمشر مک کینلي د نیویارک ایالت په بفیلو سیمه کې د پان-امریکن په نندارتون کې ګډون درلود، چې د انارکیست لیون کازولګوز له خوا وویشتل شو. روزولټ ورمونټ ته د رخصتي لپاره تللی و، چې وروسته د مک کینلي د لیدو لپاره بفیلو ته لاړ. داسې ښکارېده، چې مک کینلي به ژر روغ شي، ځګه روزولټ په اډیرونډاک غرونو کې خپله رخصتي ته بیا ادامه ورکړه. کله چې د مک کینلي حالت خراب شو، روزولټ بېرته بفیلو ته ورغی. مک کینلي د سپټمبر په ۱۴مه مړ شو او روزولټ ته په شمالي کریک کې خبر ورکړل شو، په دې ډول هغه د انزلي ویلکوکس کور کې د هېواد د ۲۶م ولسمشر په توګه لوړه وکړه.[۴][۵][۶]

د مک کینلي ملاتړي، د نوي ولسمشر په اړه اندیښمن وو، خو روزولټ د ګوند مشرانو ته ډاډ ورکړ چې هغه اراده لري، د مک کینلي تګلارو ته غاړه کېږدي او د مک کینلي کابینه وساتي. سره له دې روزولټ هڅه وکړه، چې ځان د ګوند د  نا متنازع مشر په توګه وټاکي، تر څو د ولسمشر په توګه خپله ونډه او د ۱۹۰۴ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې خپل دریځ  پیاوړی کړي. د مرستیال ولسمشر چوکۍ خالي پاتې وه، ځکه په هغه وخت کې د دغه ځای ډکولو لپاره هېڅ قانوني شرایطو شتون نه درلود (په ۱۹۶۷ز کال کې له ۲۵م تعدیل نه مخکې).[۷][۸][۹]

د تیودور روزولت د ادارې بهرنۍ تګلاره[سمول]

جاپان[سمول]

په ۱۸۹۰مه لسیزه کې روزولټ یو سخت امپریالیست و او د ۱۹۰۰ز کال په ټاکنیزو کمپاینونو کې یې د فیلیپین له دایمي اشغال نه په کلکه دفاع وکړه.  په ۱۹۰۲ز کال کې د محلي پاڅون له پای ته رسېدو وروسته، هغه په ​​لویه کچه د فیلیپین او اسیا پراختیا کې خپله امپریالیستي لېوالتیا له لاسه ورکړه، خو غوښتل یې په سیمه کې د ډیموکراتیکو ارزښتونو د سمبول په توګه متحده ایالات قوي حضور ولري. د ټیودور روزولټ له لومړیتوبونو نه د هغه د ولسمشرۍ پر مهال او وروسته له هغه له جاپان سره د دوستانه اړیکو ساتل و.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

له ۱۹۰۴ز کال نه تر ۱۹۰۵ز کال پورې جاپان او روسیه په جګړه بوخت وو. روزولټ د جاپانیانو د پوځي زړورتیا ستاینه وکړه او دواړو خواوو له روزولټ نه وغوښتل، چې د پورټسموت او نیو هیمپشایرد سولې په کنفرانس کې، چې په بریالیتوب ترسره شو، منځګړیتوب وکړي، چې په دې ډول روزولټ د خپلو هڅو لپاره د نوبل د سولې جایزه هم وګټله. په کالیفورنیا کې له جاپان سره دښمني مخ په ډېریدو وه او توکیو احتجاج وکړ. روزولټ په ۱۹۰۷ز کال کې د

« Gentleman's Agreement » په اړه خبرې اترې پیل کړې. د جاپانیانو په وړاندې ښکاره تبعیض پای ته ورسېد او جاپان موافقه وکړه، چې غیر مسلکي کډوالو ته به اجازه ورنه کړي، چې متحده ایالاتو ته سفر وکړي. د امریکا د جنګی بېړیو لویه سپینه بېړۍ په ۱۹۰۸ز کال کې جاپان ته ولاړه. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

اروپا[سمول]

د هسپانیې او نوې سترواکۍ په وړاندې په جګړه کې بریالیتوب او د نړۍ ترټولو لوی اقتصاد درلودل په دې معنا و، چې متحده ایالات د نړیوال ځواک په توګه راڅرګند شي. روزولټ په بهر کې د خپل دریځ د پېژندلو لپاره لارې لټولې. روزولټ د مراکش د لومړي ناورین په منځګړیتوب کې د (Algeciras) کنفرانس په رابللو سره هم لوی رول ولوباوه، چې د فرانسې او جرمني ترمنځ یې د جګړې مخه هم ونیوله. د روزولټ ولسمشرۍ کې له بریتانیا سره هم  اړیکې پیاوړې شوی.[۱۸][۱۹]

د هسپانیه او امريکا د جګړې پر مهال له متحده ایالاتو نه د بریټانیا ملاتړ د دې دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم پیاوړې کړې او تر هغه وخت پورې یې داوم درلود، چې بریټانیا له کارابين نه د المان په سمندري ګواښ باندې د تمرکز په موخه خپلې بېړۍ وایستلې. په ۱۹۰۱ز کال کې بریټانیا او متحده ایالاتو د (Hay–Pauncefote) تړون لاسلیک کړ او د کلیټون بلورو تړون یې، چې د متحده ایالاتو د هغه کانال د جوړولو مخه یې نیوله، چې ارام سمندر او اتلانتیک سمندر یې سره نښلاوه، لغوه کړ. د الاسکا د پولې اوږدمهاله شخړه، د متحده ایالاتو لپاره په مناسبو شرایطو کې حل شوه،  دا ځکه چې لویې بریټانیا نه غوښتل متحده ایالات د هغه څه په سر خواشیني کړي، چې ثانوي مسئله ګڼل کېده. روزولټ وروسته  د الاسکا د پولې د شخړې په اړه وویل: « د بریټانوي سترواکۍ او امریکا ترمنځ یې وروستۍ جدي ستونزه حل کړه ».[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

ولادمیر پوتین[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118749633  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. پیوستون : 118749633  — د نشر نېټه: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. https://www.whitehouse.gov/about-the-white-house/presidents/theodore-roosevelt/ — د نشر نېټه: ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۹
  4. "Theodore Roosevelt's Visit to Isle la Motte Historical Marker". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. "The Inauguration | Learn | Theodore Roosevelt Inaugural Site". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Miller 1992، مم. 348–352.
  7. Edmund Morris, Theodore Rex p. 58
  8. Brands 1997، مم. 422–423.
  9. Miller 1992، مم. 354–356.
  10. William Michael Morgan, "The anti-Japanese origins of the Hawaiian Annexation treaty of 1897." Diplomatic History 6.1 (1982): 23–44.
  11. James K. Eyre Jr, "Japan and the American Annexation of the Philippines." Pacific Historical Review 11.1 (1942): 55–71 online.
  12. Michael J. Green, By More Than Providence: Grand Strategy and American Power in the Asia Pacific Since 1783 (2019) pp. 78–113.
  13. Charles E. Neu, An Uncertain Friendship: Theodore Roosevelt and Japan, 1906–1909 (1967) pp. 310–319.
  14. Neu, pp. 263–280
  15. Henry Pringle Theodore Roosevelt (1956) p. 288;
  16. Thomas A. Bailey, "The Root-Takahira Agreement of 1908." Pacific historical review 9.1 (1940): 19-35. online
  17. Brands 1997، مم. 614–616.
  18. Walter LaFeber, "The 'Lion in the Path': The US Emergence as a World Power." Political Science Quarterly 101.5 (1986): 705-718 online.
  19. Miller 1992، مم. 382–383.
  20. Miller 1992، مم. 387–388.
  21. Miller 1992، مم. 399–400.
  22. Miller 1992، مم. 397–398.
  23. Miller 1992، مم. 450–451.