(Go: >> BACK << -|- >> HOME <<)

لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانان وايي د پاکستان د پښتنو سره ملاتړ مداخله نا، بلکې خواخوږي ده


منظور پشتين
منظور پشتين

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په ملاتړ کابل کې د پرلت او ولسمشر اشرف غني د ټويټس وروستو د افغانستان د مشرانو د جرګې مشر فضل هادي مسلميار هم د غورځنګ سره د خپلې کلکې ننګې څرګندونه کړې ده.

د وي او ای اشنا سره په مرکه کې نوموړي ويلي د پي ټي اېم ملاتړ يې د " اسلام اباد په سیاسي چارو کې کومه مداخله نه ده، بلکې دا د خواخوږۍ او همدردۍ بحث دی، دا د خپلو عزیزانو سره د ظلم په وړاندې د یو غږ اوچتول دي، دا د پښتنو سره د عدالت غږ دی او مونږ یې ننګه کوو".

نوموړي د جرګې د مشرۍ په تالار کې هغه خاص خولۍ (ټوپۍ) په سر کړې وه کومه چې د پي ټي اېم ځوان مشر منظور پشتين په سروي.

د افغانستان نه د پي ټي اېم په اړوند د دغه هېواد ولسمشر اشرف غني هم هغه وخت ټويټس کړي وو چې کله د فرورۍ په لمړو ورځو کې د پښتون احتجاجي پرلت په اسلام اباد کې روان ؤ.

ښاغلي غني په ټويټر ليکلي ؤ " دکابل له بريدونو څخه وروستو مې څرګنده کړې وه چې افغانانو او د دې سيمې اولس ته د ترهه ګرۍ په ضد يو کيدل پکار دي، زه پښتون پرلت دغو څرګندونو ته يو ځواب او د بنياد پرستۍ پر ضد د بيدارۍ غږ بولم".

له دغې وړاندې هم په کابل کې د پښتون پرلت په ملاتړ لاريونونه شوي وو.

د تيرې چهارشنبې/ شورو په ورځ د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرال اصف غفور ویلي ؤ " چې د نقيب مسيد د وژنې څخه پېل شوي دې تحريک بېلابيل اړخونه واخستل او تر ټولو سېوا ملاتړ يې د افغانستان نه پېل شومختلف اوازونه راتلل پېل شو".

وروستو د يکشنبې/ اتوار په ورځ د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين ويلي ؤ،"مونږ به په ځان د کېدونکي ظلم پرضد غږ پورته کړی که هر څه وي، نور په خپلو علاقو کې د طالبانو او پوځ ظلم نه ليدل غواړو".

پشتین په سوشل میډیا د دې نیوکو په غبرګون کې چې "پي ټي ایم ولې د ترهګرو او هند خلاف اواز نه پورته کوي، هغه ویلي مونږ ټیکس پاکستان ته ورکوو نو پوښتنې به هم د پاکستان څخه کوو".

هغه ويلي ؤ "مونږ ته ويل کیږي چې د افغانستان صدر اشرف غني ستاسو دپاره ټویټ ولې وکړو؟ نو مونږ خو ورته نه دي ويلي د انساني خواخوږۍ په اساس يې کړی مونږ يې مننه کړې ده"، او زياته کړې يې وه دوي د هر چا نه تمه کوي چې ملاتړ يې وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG