د امريکې صدر جوبايډن د زيارت/پنجشنبې په ورځ د جرمونو د نړيوال عدالت هغه غوښتنه رد کړه چې د غواړي د اسرايل وزيراعظم بينيامين نېتنياهو، د دفاع وزير يوو ګېلانت او غزه کې د حماس د درېیو مشرانو د ګرفتارۍ حکمونه دې د جنګي جرمونو په تور جاري کړی شي.
سپينه ماڼۍ کې خبريالانو سره خبرو کې د صدر بايډن نه پوښتنه شوې، ايا د امریکا سره کوم ثبوت شته چې اسرايل د غزه په جګړه کې فلسطينيان وږي ساتلي او د جنګي الې په توګه یې کارولي، څنګه چې روانه اوونۍ نړيوال عدالت تور لګولی وو؟
بايډن دغه پوښتنې ته نېغ ځواب نه دی ويلي، خو ويلي يې دي مونږ د نړيوال عدالت واک يا دايره اختيار په دې ډول نه منو څنګه چې کارول کيږي دا ساده خبره ده.
بايډن د اوږدې مودې نه د اسرايل ملاتړ کوي، هغه د جګړې په يادولو سره وويل، مونږ نه ګڼو څه چې اسرايل کړي او څه چې حماس کړي هغه يو ډول دي.
د اسرايل او حماس ترمنځ د اووه مياشتو نه جګړه روانه ده. په غزه کې د صحت د وزارت ترمخه، په دې جګړه کې د 35,000 نه زيات فلسطينيان وژل شوي چې پکې زياته شمېره د ښځو او ماشومانو ده.
اسرايل وايي، په جګړه کې 14,000 وسله وال او 16,000 ملکي خلک وژلي دي خو اسرايل په دغه اړه کوم شواهد نه دي وړاندې کړي.
په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس په حمله کې د 1200 کسان وژل شوي او 250 نور کسان حماس یرغمال نیولي وو. امریکې، برطانیې او ځینو نورو ملکونو حماس ترهګر تنظیم ګرځولی دی.
ملګري ملتونه، امریکا او د نړۍ ګڼ هيوادونه د جنګ بندۍ دپاره فشار اچوي، او د څو مياشتو راهسې د عارضي جنګ بندۍ دپاره خبرې د دواړو خواو څخه د ځينې شرطونو په بنياد د ځنډ ښکار دي.
نړيوال عدالت د زيارت/ پنجشنبې په ورځ اعلان کړی په غزه کې د جنګ بندۍ د حکم جاري کولو په اړه د جنوبي افريقې په خواست به د جمعې په ورځ خپله فېصله اوروي.
د مصر سره د غزې په سرحدي ښار رفح کې د اسرايل د تېرې اوونۍ د حملې وروسته جنوبي افريقې د نړيوال عدالت نه غوښتي وو چې د جنګ بندۍ دپاره اقدامات وکړي.
جنوبي افريقې نړیوال عدالت ته په خواست کې دا هم ويلي وو، اسرايل ته دې د غزې څخه په بشپړه ډول ويستلو حکم ورکړي او د ملګرو ملتونو کارمندانو، د بشري حقونو تنظيمونو او خبريالانو ته دې علاقې ته د رسايۍ اجازت ورکړي.
اسرايل د جنوبي افريقې تورونه ردوي او وايي د غزې په جګړه کې یې ملکي وګړي نه، بلکې حماس هدف دی چا چې د اووم اکتوبر حمله کړې وه.
(د دې خبر ځينې معلومات د اې پي، اې اېف پي او رويټرز څخه اخستل شوي)
Forum