د هغو ۵۰ تنو افغان مهاجرو له ډلي څخه چي پتېيل سوې وه له جرمني څخه افغانستان ته اخراج سي ۲۶ کسان ئې کابل ته رسېدلي دي. دا دوهم وار دئ چي له جرمني څخه په ډله ايزه توگه افغان مهاجر اخراجيږي. انځورونو ته ولاړ سی
طالبانو په یوه پرانیستي لیک کې د امریکا متحدو ایالاتو له نوی ولسمشر دونالد ترمپ څخه غوښتي دي چې د سولي راتلو له پاره دې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي. مطلب ته ولاړ سی
د آلمان د سوسیال دیموکرت ګوند مشر زیګمار ګابریل، غواړي چې د اروپا پارلمان پخوانی مشر مارتین شولڅ، د آلمان صدراعظمۍ ته ځان کاندید کړي. خو شولڅ د دغه هیواد په سیاست کې ډیر فعال نه وو. مطلب ته ولاړ سی
سياستوال تل د ردسوو مهاجرو د بشپړ اخراج غوښتنه کوي، خو هغوی دا هیروي چي ځیني وختونه هم داخلي او هم نړیوال قوانین د په لسونو زرو ردسوو مهاجرو د اخراج مخنیوی کوي. مطلب ته ولاړ سی
د آلمانیانو له پاره په ټاکنو کې ګډون کول اجباري نه دي، خو هغوی مجبوره دي چې په ژمي کې خپلو موټرو ته ژمني ټایرونه واچوي. هغه کارونه چې د آلمان وګړي یې باید وکړي کوم دي؟ دلته یې له انځورونو سره وګورئ. انځورونو ته ولاړ سی
د شاه رخ خان له لوري په روانه اوونۍ کې نندارې ته د وړاندې کیدونکي فلم «رئیس» د مشهورتیا کمپاین په ترڅ کې یو مینه وال مړ شوی دی. هندي چارواکو اوس په دې هکله څیړنې پېل کړي دي. مطلب ته ولاړ سی
د شفافیت نړیوال سازمان د ۲۰۱۶م کال د فساد شاخص په درجه بندۍ کې افغانستان څلور درجې رامخته شوی دی. دغه سازمان په عین وخت کې خبرداری ورکړی دی چې د عوامپاله مشرانو تر واکمنۍ لاندې هیوادونو کې فساد ډیر شوی دی. مطلب ته ولاړ سی
د ملگرو ملتونو د شمېرو له مخې د تیر میلادي کال تر پايه پوري په افغانستان کې د بې ځایه شوو کسانو شمیر ۱،۳ میلیونو کسانو ته رسیدی چې لا هم مخ پر لوړیدو دی. سړه هوا د ماشومانو او زړو کسانو له زغم څخه وتلې ده. انځورونو ته ولاړ سی
دوه افغان ځوانان غواړي چي په المپيک لوبو کي د لومړيو افغان سکي بازانو په توگه گډون وکړي. هغوی اوس په سويس کي تمرين کوي. آيا د هغوی دغه ارمان به پوره سي؟ ويديو ته ولاړ سی
د بریتانیا سترې محکمې پریکړه کړې چې د تریسا مي په مشرتوب حکومت یوازې په هغه صورت کې له اروپايي ټولني څخه د وتلو رسمي چارې پیلولای شي چې پارلمان یې تایید کړي.
په نړۍ کې د هري شپږمي سرطاني ناروغی علت يو ويروس وي. د دې محرک د کشفولو په برخه کې دوو امريکايي څيړونکو د آلمان د «پاول ایرلش او لودوک دارمشتیتر» معتبره جایزه ترلاسه کړه ده.
افغان چارواکو د جمهوررئيس د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، د نهو ساتونکو د نیولو امر کړی دی. پر دغو کسانو باندي د احمد ایشچي د ربړولو او جنسي آزار تور لګول شوی دی.
په ۲۰۱۶م کال کې د آلمان د وسلو صادرات یو څه لږ شوي، خو دا د اقتصاد د وزیر ګابریل، د دندې پر مهال په دویمه درجه کې تر ټولو لوړ صادرات دي. هغه ټینګار کوي چې د آلمان د وسلو د صادراتو د کمښت له پاره به تر خپله وسه کار وکړي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي چي که د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ دا پريکړه وکړي چي له افغانستان څخه خپل ځواکونه باسي، په افغانستان کي به وضعيت نور هم خراب سي.
د آلمان د اقتصاد وزیر زیګمار ګابريل وایې چې د دغه هیواد د کار په بازار کې د مهاجرو د ادغام په برخه کې ډیر پرمختګ شوی دی. په ۲۰۱۶م کال کې ډېر مهاجر د آلماني تصدیو په روزنیزو پروګرامونو کې شامل شوي دي.
له جرمني څخه د افغان مهاجرو يوه بله ډله هم د سه شنبې په ورځ د کابل نړيوال هوايي ډگر ته ورسېده. دا په تيرو دوو مياشتو کي دوهم وار دئ چي افغان مهاجر په ډله ايز ډول افغانستان ته لېږل کیږي.
له آلمان څخه به هغه رد شوي مهاجر هم بیرته واستول شي چې حتی د خپل اصلي هیواد اسناد هم ونه لري. مخکې تر دې د هویت پاڼې نه شتون به پر خپل وخت د مهاجرو د ستنولو په برخه کې یو لوې خنډ ګڼل کېدی.
افغانستان کیدای شي د مسکو او په واشنګټن کې د دونالد ترمپ د نوې ادارې له پاره د همکارۍ یو ښه زمینه برابره کړي. د روسیې د چارو کارپوهان په اوس وخت کې د روسیې له پاره د افغانستان پر اهمیت باندي خبري کوي.
د ولسمشر دونالد ترمپ د ملي امنیت مشاور د امریکا متحدو ایالاتو تر استخباراتي څېړنو لاندي دی. د والستریت ژورنال ورځپاڼې ویلي دي چې دغه کس له روسي چارواکو سره د اړیکه لرلو په تور تر څیړنو لاندي دی.
یوه افغان چارواکي ویلي دي چې په ننګرهار ولایت کې د کډوالو په یوه کمپ کې د یوه کور د چت د رالویدو له کبله د یوه ماشوم او دوو ښخو په ګډون د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي. د پیښې قربانیان د چت د را لویدو پر مهال ویده ول.
د امریکا متحدو ایالاتو د ولسمشر په توگه تر لوړه کولو وروسته دونلد ترمپ، ښایي د منځني ختيځ په هکله بل ډول دریځ غوره کړي. هغه د اسرائيلو له لومړي وزیر سره تلیفوني خبري کړي دي.
د جرمني د شليسويگ هولشټاين ايالت د کورنيو چارو وزير افغانستان ته د افغان مهاجرو د اخراج د بنديدو غوښتنه کړې ده. د راپورونو له مخي پتېيل سوې ده چي په نژدې ورځو کي يوه بله ډله افغان مهاجر له جرمني څخه اخراج سي.
په آلمان کې د ځينو افغان مهاجرو کورنيو، په دغه هيواد کې د اوسيدو پروخت ماشومان زيږولي دي. د بعضو دغو مهاجرو والدينو د دوسيو برخليک نه دی معلوم. ايا د ماشوم زېږېدنه ورسره دوسيه کي کومک کولای سي؟
د ناتائيد سوو راپورونو پر اساس به د سه شنبې په ورځ يوه ډله افغان مهاجر له آلمان څخه کابل ته وليږدول شي. خو د مهاجرو د ملاتړ (پرو ازول) سازمان بيا ويلي چې امکان لري د رد سوو افغانانو د اخراج بهير له دوشنبې څخه پیل شي.
د آلمان، ایټالیا، فرانسې او هالنډ ښې اړخو عوام پاله ګوندونو د راتلونکو ټاکنو له پاره خپل فعالیتونه ګړندي کړي دي. دغه ګوندونه په اروپا کې د اسلام او مهاجرو ضد سیاست تعقیبوي. بشپړ مطلب دلته واورئ:
د فوربس مجلې په ۲۰۱۶ کال کي د تر ټولو زياتو پيسو ګټونکو ورزشکارانو يا سپورټي لوبغاړو د نومونو ليسټ جوړ کړی. دا چي په ياد کال تر ټولو زياتي پيسې ګټونکي لس ورزشکاران څوک ول او په دغه کال يې څومره پيسې ګټلي، دلته يې ولولئ:
په افريقا کې سياست ډېر ځله د پياوړو کورنيو کار وي. مثالونه يې د انځورونو په دغه ګالرۍ کې ووينئ.
استول فیسبوک تویتر گوگل پلس Whatsapp Tumblr Digg Technorati stumble reddit Newsvine
لنډ لینک http://dw.com/p/2WJ8n
په ننگرهار کي مېشت له پاکستانه راستانه سوي کډوال له سختو ستونزو سر ټکوي.
لنډ لینک http://dw.com/p/2WFH9
په اروپا کي د ډېرو افغان مهاجرو د قبلېدو او نه قبلېدو حالت ناڅرگند دئ.
لنډ لینک http://dw.com/p/2WBFX
په ایران کې د قزوین ولایت څارنوالۍ د موډلنګ یا مود د سکتور د لسګونو کسانو د نیولو او د دوی د عکاسۍ او فلمبردارۍ د کامرو، سټوډیوګانو او کمپیوټري دستګاو د ضبطولو خبر ورکړی دی.
لنډ لینک http://dw.com/p/2WAt8
د نیپال د کورنۍ جګړې پر مهال په ځانګړي توګه میرمنې له تاوتریخوالي او شکنجو سره مخامخې شوي دي. هم پوځ او هم مائوئیستي یاغیان له دغو میرمنو سره د ناوړه چلند په برخه کې ګرم بلل کیږي. د دغو مېرمنو سره د مرستې او خوالي د يو مرستندويه په تړاو ږغيز مطلب دلته اورېدلای شئ:
د عربي متحده اماراتو په کوربه توب د صحرا ترنامه لاندې د ۲۰ اوریزو کرکټ سیالیو چې پکې اتو لوبډلو برخه اخیستې وه، افغانستان په پایلوبه کې ایرلینډ ته په سختې ماتې ورکولو سره اتلولي په خپل نامه کړه.
د ماشومانو په تښتونې، د بدن غړو په پریکونې او عام وژنې تورن قومندان ډومينيک اونګوين د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۱۶مه) د جزا په نړیواله محکمه کې محاکمه کيږي. نور جزيات په دغه ږغيز راپور کي اورېدلای شئ:
د آلمانیانو له پاره په ټاکنو کې ګډون کول اجباري نه دي، خو هغوی مجبوره دي چې په ژمي کې خپلو موټرو ته ژمني ټایرونه واچوي. هغه کارونه چې د آلمان وګړي یې باید وکړي کوم دي؟ دلته یې له انځورونو سره وګورئ.
د افغانستان د نجونو لومړی ارکستر پر ګواښونو سربیره د هنر له لاري د ځان له پاره یو نوي برخلیک ټاکي. دغه ډله اوس په داوس کې د نړۍ په اقتصادي کنګره کې خپل هنر نندارې ته وړاندې کوي.
د ایران د پخواني پاچا د هنرونو ارزښتناکه راټوله سوې مجموعه له ډیرو کلونو راهیسی په ایران کي په یوه زیرخانه کي ساتل سوې وه. پتېيل سوې وه چي دغه اثار په برلین کي نندارې ته وړاندي سي. خو ایراني چارواکو ئې په وروستیو شیبو کي مخنيوی وکړ. د پاچا کونډه فرح دیبا په دې هکله څرگندوني کوي.
لنډ لینک http://dw.com/p/13uIS
د دويچه ويله راډيويي خپرونه
په هند کې د نړۍ تر ټولو ستر کریکټ لوبغالی د جوړیدو چارې پېل شوي دي. په دغه ستدیوم به ۱۱۰ زره کسان ځايږي. ستدیوم د گجرات ایالت په احمد آباد ښار کې جوړیږي، چې شا او خوا سل میلیونه ډالره لگښت پرې راځي.
د فوټبال نړيوال فدراسيون (فيفا) پرېکړه کړې ده چي له ۲۰۲۶م کال څخه به د فوټبال په نړيوال جام کي به د لوبډلو شمېر ۴۸ وي. په دې سره به نو په دغو لوبو کي د اسيا او افريقا هيوادونو شمېر دوه برابره سي.
لنډ لینک http://dw.com/p/2W3c2
د بالکان لاري تر تړل کېدو وروسته ډېر افغان مهاجر په سربستان کي بند پاته دي.
لنډ لینک http://dw.com/p/2W3c1
لنډ لینک http://dw.com/p/2W1gh
د بالکان په ځينو هيوادونو کي بند پاته مهاجر له سختو ستونزو سره مخامخ دي. آيا له دوی سره مرستي کيږي؟
لنډ لینک http://dw.com/p/2VyNB
نژدې ۲۰۰۰ مهاجر چي ډېری ئې افغانان دي د سربستان مرکز ته نژدې په کوډلو کي سرپناه لټوي.